پنجشیر کې د واورې د ښویدو له امله ۸۵ تنه وژل شوي دي

عزم / د پنجشیر په ولایت کې وروستیو ورښتونو لسګونه کسان وژلي او ګڼ شمیر نور تر واورو لاندي دي.

د واورې ورښت چې له تیرودوو ورځو راهیسي جاري دي اوس مهال یې کچه تر یوه متر زیاته ده.

دپنجشیر ولایت چارواکې وایي تر دې دمه ۸۵ تنو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی، همدا راز ۳۰تنه نور لا اوس هم تر واورو لاندي دي.

چارواکي وايي چې په تیر و لسو کلونو کې دومره زیاته واوره نه وه شوې، له همدې امله دسیمې خلګ له ګڼ شمیر ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.

دپنجشیر سرپرست والي عبدالرحمن کبیري وایي چې سیمې ته یې دژغورنې عمله لیږلې خو تر واورو لاندي کسانو د ساتنې لپاره یې وسایل ا و امکانات کم دي، مرکزي حکومت ته یې خبر ورکړی چې عاجله مرسته وکړي.

وروستیو وروښتونو دهیواد په نورو برخو کې هم هیوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي او په ځینو سیمو کې یې دسر زیانونه هم پیښ کړي، څو وروځي وړاندې دبدخشان په ولایت کې د واورې ښویدو له امله ۱۲ تنه ووژل شول او ګڼ شمیر له خپلو کورونو بې کوره شول. همدا راز دسالنګ لار چې دهیواد مرکز او شمالی ولایتونو سره تړي د زیات ورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی.

 احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button