پند – قاري سعيد

د نازک خیال شاعر قاري عبدالستار سعید په زړه پوري شعر

اور په بل مکړه پیرزو خپله کباب شه

و هم نوعو ته ناجي له هر عذاب شه

 

ژوند بل څه ندی د خدای لوی امتحان دی

ښه آګاه یي له هر سوال او هر ځواب شه

 

فلسفه د ژوند له بلې خوا مه غواړه

په خپل کور شاګرد د خپل نازل کتاب شه

 

دا جیفه دنیا نور څه کړې زړه ترې ټول کړه

د عقبی او دین د لوړ فکر عقاب شه

 

هسې مه شه چې ټول خلک درته شا کړي

چې هر څوک درته کړي مخ لکه محراب شه

 

صداقت د ستر صدیق ځان کې پیداکړه

هم په عدل کې عمرابن خطاب شه

 

د حیا جوهر له کان د حیا واخله

په همت کې ستر علي ابو تراب شه

 

د مکار عصر له لومو ځان خبر کړه

ښه آګاه یي له هر آب او هر سراب شه

 

د ژوندون آزمون د غرونو ثبات غواړي

بې پروا د حوادثو له ګرداب شه

 

کړي سعید درته نعرې زلمیه ویښ شه

خبردار له خپل جوهر او له خپل آب شه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button