اوباما د ولسمشر غنی خبره ومنله
د امریکا اولسمشر بارک اوباما په یوه ګډ کنفرانس کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ م کال تر پایه پوري به ۹۸۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې پاته وي او له هغه وروسته به هم د افغانستان د اولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټینګار له امله دعسکرو د ایستلو په مهال ویش کې به سستوالی راولي.
تردې وړاندې واشنګټن پرېکړه کړې وه چې د روان کال ترپایه به ۵۵۰۰ عسکر په افغانستان کې پاته شي.
بارک اوباما وویل، دا تر اوسه نه ده معلومه چې په ۲۰۱۶ کال کې به څومره عسکر په افغانستان کې پاته شي، د روان کال په وروستیو کې به په دې اړه پریکړه کوي.
دافغانستان اولسمشر اشرف غني دخپلو خبرو په مهال دخپل سیال بارک اوباما څخه مننه وکړه او یې ویل چې دامریکايي عسکرو دایستلو د بهیر له ورو والې سره به افغان ځواکونو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د روزنې او تجهیز په برخه کې به نور هم قوي شي.
احمدبشار