داروزګان دولایتي شورا دپخواني مشر په کور برید شوی

تیره شپه وسله والو داروزګان ولایت دولایتي شورا دپخواني مشرامان الله هوتکي په کور برید کړی، چي په ترڅ کي يې یو تن وژل شوی دی.

برید ددهراود ولسوالۍ په بازار کي دهوتکي په کور شوی دی.

امان الله هوتکي ویلي، چي دبرید په مهال امنيتي ځواکونه مرستي ته نه دي ورغلي، دنوموړي په خبره، چي په برید کي يې دکور یو غړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

دهوتکي په خبره، چي شاوخوا ۱۰تنو يې په کور برید وکړ، چي دی روغ ورڅخه وتلی دی.

نوموړي دبریدکونکو دهویت په اړه نا خبري ښودلې ده، خو ویلې دي، چي دبرید په اړه څېړني پيل شوي دي.

تراوسه ددې برید پړه کومي وسله والي ډلي په غاړه اخیستې نه ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button