د کوهاټ تونل د افغان کډوالو ستونزې زياتې کړي دي

د کوهاټ تونل چې د ادم خېل په دره کې پروت دی او پېښور دکوهاټ په شمول له نورو سيمو سره نښلوي د شاوخوا پنځلس ورځو راهيسې د افغان کډوالو پرمخ د پاکستان امنيتي ځواکونه له خوا د نامالوم علت له امله تړل شوی دی او هيڅ افغان کډوال ته اجازه نه ورکول کيږي چې له دې لارې سفر وکړي چې له امله يې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دغې لارې په سر د سپينې تاڼې په سيمه کې هر موټر کتل کيږي او مهاجر سفر کوونکي له همدغه ځايه بېرته پېښور ته استول کيږي.

د يادونې وړ ده چې ددغې ستونزې په پيل کې يو افغان کډوال ماشوم هم د ناروغتيا او انتظار له امله ساه ورکړه خو د دغه ماشوم مور او پلار ته هم اجازه ورنکړل شوه چې له دې لارې تير شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير پروېز خټک په پاکستان کې د افغانستان له سفيرجانان موسی زي سره په يوه ناسته کې وويل چې نور به افغان کډوال د پاکستاني پوليسو له خوا نه ځورول کيږي خو د غه ستونزې لا دوام لري.

افغان کډوال په پاکستان کې له افغان سفارت، افغان کونسلګرۍ او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو له اداري غواړي چې په د دوی د ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.

د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ هغه وخت پيل شوه چې تېر کال د دسمبر په ۱۶ نېټه په پېښور کې په يوه فوځي بريد کې تر سلو زيات زده کوونکي ووژل شول په داسې حال کې چې په دغو چاودنو کې هيڅ افغان کډوال لاس نه درلود.

په پاکستان کې دا وخت شاوخوا شپاړلس لکه افغان کډوال له خپلو قانوني اسنادو سره اوسيږی چې ددغو اسنادو قانوني موده د روان کال ددسمبر دمياشتې تر ۳۱ نېټي پورې ټاکل شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button