د غصب پر وړاندې د حکومت قاطع دریځ او د خلکو هرکلی

خط اول
د تیر جمهوریت پر مهال زموږ ټولنه هم د فیوډالیزم خوا ته روانه وه او هغه کسان چې شتمن او زورواکي وو، قدرت او ګټه د هماغو وه، فقیر او ناداره خلک محتاج ساتل کیدل. دا کار که شعوري و او که غیرشعوري، خو د ټولنې د متوازن تکامل لپاره یې خورا جدي خنډونه ایجاد کړي وو. د بیلګې په توګه، دا خبره په ټولو نه راڅرخي خو، یو شمېر وکیلان داسې وو چې په ولایتونو کې باید ښه کور د دوی وای، ښه موټر باید د ده له زوی سره وای، ښه مارکیټ باید دوی جوړکړی وای، عوایدي ادارې باید د همدې وکیل یا زورواکي د خلکو په لاس کې وای او د حکومت قراردادونه باید همدې وکیل صاحبانو او زورواکو اخیستی وای. دا هغه حقیقت دی چې باید سترګې پرې پټې نه شي.
دغو زورواکو له خپلو امکاناتو او زوره په استفادې، یو شمېر دولتي ځمکې هم غصب کړې وې، یا یې له دولته په خورا کمه اجاره، چې د ځمکې له کلنۍ ګټې سل چنده کمه وه، په قراراداد نیولې وې. په دغو قراردادونو کې حتی تر پنځوس کلنۍ پورې قراردادونه شته. دې بې انصافۍ ته سړی ګوته په غاښ پاتې کیږي.
تر دې هاخوا، داسې شخصي کورنه او ځمکې هم شته چې همدې زورواکو ورته په خپلو نومونو په دولتي کچه قبالې جوړې کړې. هغه وخت به چې د جایداد اصلي مالک څومره چیغې وکړې، نه یې چا غږ اوریده او نه به ورسره پیسې وې چې د هغه فاسد نظام چارواکو ته یې ورکړي او خپله ځمکه او یا کور له غصبه خلاص کړي. داسې شواهد هم شته چې کوم زورواکي به خپل کور جوړاوه، د څنګ ګاونډي ته به یې ویل چې دا کور دې په ما خرڅ کړه، ګاونډي به یې چې انکار وکړ نو بیا به یې ترې په زور نیو. هغه فقیر به چې دعوه وکړه، بیا به هماغو خلکو په نیمه بیه ورته فیصله کوله او کور به زورواکي په دې توګه ترې راخپل کړ. اهل هنود هېوادوالو سره په مرکز او ولایتونو کې همدا ظلم شوی او هغوی په زور له خپلو کورونو ایستل شوي دي، چې په دې اړه کره شواهد موجود دي.
اوس نوي سرپرست حکومت د غصب د مخنیوي په نوم یو کمیسون جوړ کړی چې په مرکز او ولایتونو کې دولتي او شخصي ملکیتونه د غاصبینو له منګولو ازاد کړي، چې دې چارې د خلکو هېلې غوړولې دي او ډاډ یې ترلاسه کړی چې اوس د پوښتنې خلک شته.
د ځمکو او کورونو د تشخیص په موخه حکومت اعلان کړی چې باید خلک د خپلو ملکیتونو لپاره شرعي قبالې ترلاسه کړې او دا چاره د دې په موخه ترسره کیږي چې معلومه شي چا غصب کړی او د چا جایدادونه شخصي او اصلي دي. د عامو خلکو په وینا دا د غصب د مخنیوي په موخه خورا ښه چاره ده او باید په جدیت ترسره شي.
د یو شمېر رپوټونو پربنسټ، په ننګرهار کې د کانال ۶۰۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په یو شمېر هغو غصب شویو ځمکو کار روان دی چې د هغه مهال زوواکو په نورو خلکو پلورلې وې او هغوی پکې کورنه جوړ کړي دي. یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط عزم نیوز ته ویلي چې په دې تړاو کمېسیون د ننګرهار یو شمېر مشهور غاصبین بندیان کړي او د حساب کتاب په موخه یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلې دي.
له ننګرهاره همدا راز یو خورا مهم خبر دا دی چې په دغه ولایت کې په هغه ۷۹۲۰ جریبه ځمکه کې د ستروس باغونه جوړ شوي چې د کانال له جوړېدو تر دې مهاله په دولتي کچه ترې استفاده نه وه شوې. دا باغونه به راتلوکي کال کې حاصلات هم ورکړي. د دې ترڅنګ به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کانال پنځم فارم په بشپړ ډول له غصبه خلاص شي.
دا چاره په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په چټکۍ روانه ده. په دې مهم اقدام سره به له یوې خوا دولتي او شخصي ځمکي له غصبه خلاصې شي، له بل اړخه به د دولت په عایداتو کې د پام وړ لوړوالی راشي. په ټوله کې ولسونه د حکومت له داسې قاطع دریځه ملاتړ او هرکلی کوي.