وال سټریټ ژورنال: امریکايي پوځ او استخباراتي ادارې له افغانستانه امریکا ته د ګواښ په هکله یوه خوله نه دي

وال سټریټ ژورنال لیکي، اسلامي امارت تر بریا وروسته د داعش سلګونه افراد وژلي او د پرلپسې بریدونو له امله دا ډله د فرار په حال کې ده، همدې ته په کتلو یو امریکایی چارواکی وايي چې داعش ډله پر بهرنیو اهدافو د برید وړتیا د اوس لپاره نه لري.

عزم (شنبه، د وري ۵مه، ۱۴۰۲): امریکايۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مارچ په ۲۴تمه لیکلي چې د امریکا پوځ او استخبارات له افغانستانه پر امریکا د داعش د برید د احتمال په اړه یوه خوله نه دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال ایریک کوریلا، تېره اوونۍ کانګرس ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل چې د داعش خراسان څانګه په شپږو میاشتو کې دننه د امریکا یا غرب پر ګټو بریدونه ترسره کولای شي.

خو وال سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې د کوریلا له ارزونې سره موافقې نه دي. د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس دفتر په یوه تحلیل کې ویلي، داعش پر امریکايي اهدافو د برید نیت لري، خو في الحال وړتیا ورسره نشته.

د ملي استخباراتو رئیس، ډګر جنرال سکاټ بیریر، وايي، ”موږ ارزوو چې زموږ خاورې ته في الحال کوم حتمي ګواښ نشته. ممکن زموږ پر خاوره د برید اراده موجوده وي، خو داسې موثق ګواښ نشته چې ګوته ورته ونیسو او ووایو چې په نږدې راتلونکې کې یې د ترسره کېدو امکان شته“.

بیریر ویلي چې د امریکا په نسبت زیات ګواښ اروپا ته متوجه دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي، اسلامي امارت تر بریا وروسته د داعش سلګونه افراد وژلي او د پرلپسې بریدونو له امله دا ډله د فرار په حال کې ده، همدې ته په کتلو یو امریکایی چارواکی وايي چې داعش ډله پر بهرنیو اهدافو د برید وړتیا د اوس لپاره نه لري.

ورځپاڼې د مرکزي قومندانۍ د قومندان له قوله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې دننه د اطلاعاتو راټولولو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ ده. زیاتره استخباراتي معلومات اوس د مخبرینو د محدودو شبکو او بې پیلوټه الوتکو له لارې راټولیږي، خو د بې پیلوټه الوتکو ۸۰٪ وخت له خپلو بېسونو افغانستان ته په لاره تیریږي او یوازې ۲۰٪ وخت په افغانستان کې څار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button