بلخ کې تېر کال ۱۱۵ پروژې بشپړې شوې

عزم (شنبه،۵/۱/۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرستیال والي خبر ورکړی چې په تېر یو کال کې د یاد ولایت په ګڼو ولسوالیو کې ۱۱۵ لویې او کوچنۍ پروژې بشپړې شوې دي.
نورالهادي ابو ادریس باختر دولتي اژانس ته تائید کړې چې تېر کال په بلخ کې د پلي شویو پروژو شمېر له پخوا زیات و، چې له امله یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې او د هغوی په اقتصادی حالت یې مثبت اغېز کړی.
نوموړي ویلي: تېر کال د اقتصاد، مالیې، مستوفیت او ګمرک ریاستونو له لارې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول او دلوتي خزانې ته سپارل شوي.
ابو ادریس زیاته کړه: په دې موده کې له ګڼو ځپل شویو او بې وزلو کورنیو سره مرستې هم شوې او یو شمېر مرستندویه نړیوالو موسسو سره همغږي پیاوړې شوې.
په ورته وخت کې د بلخ مرستیال والي ډاډ ورکړ چې سږ کال به هم ګڼې پراختیايي او ټولګټې پروژې پلي شي، چې د ځینو چارې یې سر له اوسه پيل شوې دي.