عیب پټول

(د نورو عیبونه پټ کړئ، چې الله تعالی ستاسو عیبونه پټ کړي.)

پوښتنه:
هغه کسان، چې ټوله ورځ یې د نورو خلکو شا نیولې وي او د هغوی اشتباهات، عیبونه او نیمگړتیاوې لټوي او بیا یې خلکو ته وايي سزا ویني؟

هو!
حافظ ابن رجب رحمه‌ الله‌ تعالی په دې اړه لیکي: «هر هغه څوک چې د خپل ورور په عیبونو پسې گرځي؛ تر څو هغه پیدا او بیا یې خلکو ته رسوا (افشا) کړي؛ سزا یې دا ده، چې الله به د ده عیبونه هم ښکاره کړي. داسې به یې وشرموي، چې ان په خپل کور کې به هم عزت ورته پاتې نه شي.[یعنې د کورنۍ د غړو په وړاندې به هم شرمنده وي.]»

[مجموع الرسائل: ۴۱۳]
#ژباړه

نو:
تر څو چې امکان لري باید د خپل ورور، ټولگیوال، همکار، گاونډي، خپلوان او عام مسلمان عیبونه پټ کړو. داسې ښکاره کړو، چې وروره تا خو دا کار وکړ، لاکن ما هېڅ نه یې لیدلی. د مسلمان عیب چې وینو، باید هماغه شېبه یې بېرته د ذهن او فکر له فولډره حذف کړو.

لیکنه: تمیم تکل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button