واټساپ د کمپیوټر لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې

عزم (شنبه،۵/۱/۱۴۰۲): د خبرو اترو او اړیکو نیولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو ډیر کارېدونکې اپلیکیشن (واټساپ) د کمپیوټر کارونکو له پاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د معلوماتو له مخې: په نویو بدلونونو کې اوس واټساپ استعمالوونکي کولی شي؛ ډلییز زنګ (کانفرانس کال) ووهي او په یو ځل څو تنو سره خبرې وکړي.
د واټساپ او فیسبوک ادارې مشر مارک زوکربرګ چې د میټا پلیټ فارم له لارې خدمات وړاندې کوي؛ په یو تازه ټویټ کې ویلي، چې: نور د واټساپ کارونکي په کمپیوټر کې هم کولی شي کانفرانس کال وکړي.
نوموړي لیکلي: «موږ د واټساپ نوی ډیسکټاپ اپ وړاندې کړ، چې په وینډو کې به یو ځل باندې ۸ تنو ته د ویډیو کال او ۳۲ تنو ته د اډیو کال کولو اسانتیا ولري.»
په ورته وخت کې د واټساپ ادارې خبر ورکړی، چې راتلونکي کې به د کال کولو برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، چې یو به یې لا زیاتو خلکو سره تماس نیول وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button