ډاکټران: روژې نیول ذهن تېزوي او د زړه ناروغي کموي

عزم (شنبه،۵/۱/۱۴۰۲): پرو پاک ویبپاڼې چې تر ډيره طبي څېړنې نشروي، په یو تازه راپور کې ویلي چې د روژې نیول پر انساني ذهن مثبت اغېز کوي او هغوی کې بېلابېلې ناروغۍ له منځه وړي.
دغه څېړنه چې تېره اونۍ نشر شوې، زیاتوي، چې: که یو څوک مسلسل روژې ونیسي، نو د زړه ناروغي او سکته یې ورسره کمیږي.
ویبپاڼې په لاهور کې د ډاکټرانو ټولنې د مشر ډاکټر مسعود شیخ خبرې هم را اخیستې. هغه ویلي: په رمضان میاشت کې د روژو له نیولو سره په دماغو کې شته رشتې وده کوي، چې ورسره د کار ځواک او ذهانت کچه لوړیږي.
نوموړي وویل: «د دنیا ۲۵ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې نیږدې ۲۰۰ هېوادونو کې میشت دي، خو د دوی لویه کچه په اسیا کې ده؛ ځکه خو په اسیايي هېوادونو کې د شکرې او چاغښت ناروغي هم زیاته ده.»
ډاکټر مسعود زیاته کړه: که یو انسان ۳۰ ورځې د رمضان روژې ونیسي؛ نو وزن یې کمیږي، د زړه اړوند ناروغۍ او د حملې ګواښ له منځه ځي، له بدن نه اضافه مواد خارجیږي او د معدې حجم ورسره کمیږي.
ده همداراز وویل: د روژه ماتي او پیشمني په وختونو کې باید له خوراکونو سره احتیاط وشي.