په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به کینسر نړۍ ته ۲۵ ټریلیونه ډالر تاوان ورسوي
عزم (شنبه،۵/۱/۱۴۰۲): د جاما اونکولوجي له لوري په یو تازخ خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې سرطان ناروغۍ ورځ تر بلې زیاتیږي، چې له امله به یې راتلونکو دریو لسیزو کې نړۍ ستر تاوان ورسیږي.
راپور زیاتوي: د ۲۰۲۰ او ۲۰۵۰ کلونو ترمنځ به کینسر نړۍ ته ۲۵ ټریلیونه تاوان ورسوي.
د جاما تازه څېړنه ښيي چې تېرو دریو کلونو کې د ۲۰۴ هېوادونو دننه په ۲۹ کینسرونو تجربې شوې او دا معلومه شوې چې د کینسر پنځه ډولونه (ټرچیل، برونکیل، د سینې، سږو او ځيکر کینسرونه) تر ټولو ډير دي.
د معلوماتو پر اساس: د سینې او سروایکل سرطان ډیرې پېښې په افریقا لویې وچې کې لیدل کیږي او د سږو سرطان بیا په شتمنو هېوادونو کې عام دی.
په ورته وخت کې جاما اونکولوجي اندېښنه ښودلي چې غریبو او وروسته پاتې هېوادونو کې کینسر سره مبارزه کمزورې ده، چې باید نړیواله ټولنه او روغتیايي موسسې ورته لازمه پاملرنه وکړي.