په روژه کې د کوروالي او نورو اړیکو حکم
عزم(شنبه، وري ۵مه، ۱۴۰۲): یوه پوښتنه چې د روژې میاشتې په اوږدو کې له هر چا سره پیدا کيږي، هغه د کوروالي او د مني د وتلو او د روژې د بیا جبران مسله ده. شوني ده چې په یادو کړنو مو روژه باطله شي؟
همداشان په روژه کې له خپلې مېرمنې سره نږدېوالی او د هغې حالتونه کوم دي؟
ایا په روژه کې خپلې مېرمنې ته نږدېوالی او کوروالی حرام دی؟
ایا په ارادي او قصدي ډول جنب کېدل او له هرې لارې د منیو وتل؛ (جماع، ځان خلاصونه، د بدو فلمونو کتل او…) همدا شان خوړل او څښل روژه مطلقه باطلوي، که څنګه؟
په روژې کې کوروالی روژه له منځه وړي. مهمه نه ده چې مني وځي یا نه. په کوروالی کې یوازې دخول، د دواړو خواوو روژه باطلوي.
یاده دې شي، چې مېرمنې ته نږدېوالی کومه ستونزه نه لري. خبره دا ده چې د روژې قصدي ماتونه بیا کفاره ( ۶۰ پر له پسې روژې او یا ۶۰ غریبانو ته هره ورځ طعام ورکول.) لري.
له ماښام اذان نیولې تر سهار اذان پورې له مېرمنې سره یوځایوالی ستونزه نه لري. خو هېره دې نه وي چې خاوند او ښځه باید د سهار تر اذان وړاندې غسل وکړي او له بشپړ پاکوالي وروسته روژه ونیسي.
الله ج په روژې کي پر خپلو بندګانو سختي نه راوستل غواړي؛ بلکې غواړي چې بندګان یې با دسپلینه شي. ددې ترڅنګ انسان خپل شهواني خواهشات کابو کړای شي.
که کوم روژهتي پر ځان باور درلود او د مني اخراج یې هم نیت نه و، نو که ناببره هم ترې مني ووځي؛ روژه یې سهي ده او کوم باک نه لري او که پر ځان باور نه لري او بیا هم نزدیکت کوي؛ نو د منیو د وتلو په صورت کې یې روژه باطله، قضا او کفاره پرې لازمه ده.