د روژې د چمتووالي لپاره باید څه وکړو او څه و نه کړو

عزم(شنبه، وري ۵مه، ۱۴۰۲): د روژې میاشته د خدای تعالی له اړخه یوه ډالۍ او له برکتونو ډکه میاشته ده. ډېری خلک په دې میاشت کې له لوږې او تندې سره مخ کیږي. له دې کبله د روژې لپاره وړاندې تر وړاندی تیاری ډېر مهم دی.
که غواړئ سږکال له ډېرې لوږې او تندې سره مخ نه شئ او د روژې میاشت په خیر در باندې تېره شي؛ نو لاندې سپارښتنې مراعات کړئ.
۱-له ډېر خوراک څخه ډډه کول
ډېری خلک چې روژې ته لږې ورځې پاتې شي، نو ډېر خوراک ته مخه کوي. دوی پر دې ګروهه دي، چې دا به له دوی سره د انرژي په پوره کولو او روژې ته په چمتووالې کې مرسته وکړي. دوی له یوې مخې ډېر خوراک پیل کړي او وخت پر وخت د خوړو کچه لوړوي؛ مګر دوی نه پوهیږي چې یاده کړنه د معدې د ستونزو سبب ګرځي.
ښه دا ده چې د روژې میاشتې تر رارسېدو د خوړلو اندازه په تدریجي ډول کمه کړو ترڅو د متابولېزم او د غذایي موادو د سوځېدو کچه مو په بدن کې لږه او بدن په خپلسري ډول له لږې انرژي سره بلد شي.
۲- له خوږو څخه ډډه کول
ډېری خلک له ډېرو خوږو سره عادت وي. د دوی بدن له ډول ډول خوږو سره روږدی شوی وي. دې خلکو ته سپارښتنه دا ده چې د خوږو موادو کچه کمه کړي.
۳- د چای او قهوې لږ څښل
د روژې میاشتې په رانږدېوالی باید د چای، قهوې او نور الکولي څښاک باید لږ او یا بیخي پای ته ورسوو. دا ددې سبب ګرځي چې په وینه کې د دې موادو اندازه کمیږي او بدن یې د هېرېدو وړتیا پیدا کوي. ډېری خلک کافئین د ذهن ارامولو، د زغم لوړولو او د ستړیا د له منځه وړلو لپاره کاروي.
۴- د روژې تر راتلو وړاندې د ډوډۍ خوړلو وختونه را کم کړئ
د روژې تر رارسېدو وړاندې مو خوراکي رژيم وارزوئ. مخکې مو چې درې وخته ډوډۍ خوړله، اوس یې دوه او حتی یو وخت ته راټيټه کړئ. دا چې په روژه کې د غرمې ډوډۍ حذفیږي؛ نو بدن به مو تیار له دوه وخته خوړو سره روږدی شوی وي.
۵- پېشلمی مه هېروئ
که غواړئ چې په روژه کې تندرسته او راحته وئ؛ نو د پيشلمي خوراک هېڅکله مه قضا کوئ. کوښښ وکړئ چې قوي خواړه وخورئ او یا داسې څه وخورئ چې څو ساعتونه پرله پسې مو وږي نه کړي.
۶- تر روژې میاشتې مخکې نفلي روژې نیول
تر روژې وړاندې څو اوونۍ حداقل په اوونۍ کې دوې روژې ونیسئ او ځان ورسره عیار کړئ.
۷- له غوړو او ترخو خوړو سره مخه ښه کول
تاسو ټولو ته سپارښتنه کیږي چې د روژې مبارکې میاشتې تر رارسېدو وړاندې له غوړو او ترخو خوراکونو سره خدای پامانی وکړئ. کوښښ وکړئ چې ټول عمر له مالګینو او ډېرو سرو خوراکو سره مخه ښه وکړئ.
۸- پوره خوب کول
هر انسان پوره اته ساعته خوب ته اړتیا لري. تر روژې وړاندې د خوب مهال وېش تر نظره تېر او بیاځلې ایډېټ کړئ. پوره خوراک کولی شي چې باانرژي او د ورځې په اوږدو کې مو تازه وساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button