مجاهد: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه لرو

عزم( شنبه، وري ۵مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې هېڅ زنداني امریکایي شتون نه لري.
ښاغلي مجاهد یادې خبرې له یوې خصوصي تلویزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي. د هغه په وینا چې له دوی سره نه کوم امریکایي تبعه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.
تر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن تور پوری کړی و، چې یو شمېر امریکایان له اسلامي امارت سره بندیان دي او دوی به یې په خلاصون کې خپلې هڅې درېغ نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي بلنکن نه د یادو زنداني امریکایانو هویت او نه یې شمېر په ډاګه کړ.
د یو بل خبر له مخې ذبیح الله مجاهد د امریکایي چارواکو هغه ادعاوې هم بابېزې وګڼلې چې د داعش ډلې د شمېر په اړه یې خپرې کړې وې.
ښاغلي مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د امریکایي چارواکو یادې څرګندوې له حقیقت لرې دي. نوموړي ویلي چې داعش خوارج تر بل هر وخت ډېر ځپل شوي او تعداد یې په مراتبو کم شوی دی.
ښاغلي مجاهد وویل چې دغه کړنې یادې ډلې ته کمپاین دی او باید یاد کمپاین ودرول شي.