د فیس بك کارونکو شمېر له یوعشاریه ۴۴۰ میلیاردو نه وواښت
عزم/ د فیس بک ټولنيزې شبکې ویلي دي چې د فیس بک پاڼې کارونکو شمېر يي د چین له نفوس څخه چې یو عشاریه ۳۹ میلیارده دی واوښت .
د چين نفوس اوسمهال یوعشاریه ۳۹ میلیارده ته رسېدلی خو د فیس بک ټولنيزې پاڼې مسؤلینو ويلي دي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړيو څلورو میاشتو احصائې کې د فیس بک فعال کارونکي چې په میاشت کې لږترلږه یو ځل فیس بک خلاصوي شمېر يي یوملیارد او ۴۴۰ میلونو ته رسېدلی دی .
دغه راز د ۲۰۱۴ کال په پیل کې د فیس بک کارونکي مبائل تلفونونو کې ۵۲۶ میلونه وه او ۲۰۱۵ کال پيل کې ۵۸۱ ته لوړشوی .
دغه رنګ د مسؤلینو په څرګندونو کې راغلي دي چې دروان ۲۰۱۵ ميلادي کال په لومړۍ ربعه کې فیس بک شرکت ۳ عشاریه ۵۴ میلونه ډالر عوايد ترلاسه کړي دي .
بلې خوا بیا د فیس بک شرکت خبر ورکړی، دوي په پام کې لري چې د نړۍ يو شمير سيموته وړیا انټرنيټ ورکړي، او پدې اړه يي چاري روانې دي په لنده موده کې به يي نتیجه ترلاسه شي .
سمیع شینواری