يهودي حاخامان: دفلسطينيانو فصلونه په خنزيرانو زيانمن کړئ.

سره له دې چې خنځير پالنه په تورات کې حرامه ګرځول شوې، خو يهودي مذهبي مشرانو (حاخامانو) اسرائيلو ته اجازه ورکړې چې دخنځيرانو رمې وپالي ترڅو ورباندې دفلسطينيانو فصلونو او غلو ته زيان ورسوي.

سياسي تحليلګر او ديهودو دچارو کارپوه دکتور صالح النعامي دخپل ټويټر په پاڼه ليکلي دي: چې تورات خنزير حرام بولي خو حاخامانو په لويځه تراړه کې اسرائيليانو ته اجازه ورکړې چې دخنزيرانو له رمو څخه په استفادې د فلسطينيانو محصولاتو او فصلونو ته زيان ورسوي.

يهود د خنزير په حرمت ډير ټينګار کوي تردې چې سيکولر يهودان هم دخنزير دغوښې له خوړلو ډډه کوي، دهغوی په مينځ کې د(کوشر) اصطلاح ډير زيات شهرت لري چې معنا يې (له يهودي شريعت سره سم خواړه) يعني دا خواړه دخنزير له غوښې او دهغه له نورو اجزاوو څخه په بشپړه توګه پاکه ده.

يهودانو په ۱۹۶۲ م کال کې يو قانون تصويب کړ چې په اسرائيلو کې يې دخنزير په پاللو بنديز لګاو، خو له دې قانون څخه هغه سيمې مستثنی دي چې له يهودانوسره دنورو اديانو وګړي ژوند کوي.

خالد عزيز

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button