ډيلي لوبډلې د هندوستان غوره لیګ ۲۱ لوبه وګټله
عزم/ د انډین پریمیر لیګ ۲۱ لوبه چې د ممبۍ انډينز او ډيلي ډېرډېولز لوبډلو ترمنځ وه ممبۍ لوبډلې ته يي په ۳۷ منډو سره ماتې ورکړه .
دغه لوبه پلازمینې ډيلي کې ترسره شوه ، په پیل کې لومړي اورکې يي لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه
د لوبې په پيل کې تمه نه کېده چې دغه لوبه ډيلی وګټي ځکه په لومړي اورکې يي لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه خو بیا دوه نورلوبغاړي ښه ولوبېدل لوبه يي کنټرول کړه .
د ډيلي لوبډله کې شېرېاس لېير تېزه لوبه وکړه په ۵۶ توپونو يي ۷ څلوريزې او ۵ شپږيزې ووهلې چې ۸۳ رنزونه يي جوړ کړه.
ورپسې جې پې ډومېنې چې د دغې لوبډلې بل تکړه لوبغاړی دی په ۵۰ توپونو يي ۶ شپږيزې او ۳ څلوريزېووهلې چې ۷۸ منډې وکړې ترپایه ناسوځېډلی پاتې شو .
ډيلي په ۲۰ اورونو کې ټاکل شوی ۱۹۰ منډې خپلې سیالې لوبډلې ته جوړې کړې .
په ځوابي لوبه کې ممبۍ لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ رنزونه وکړل ښه لوبه يي نندارې ته ونه شوه ښودلی لوبغاړو يي تر۳۰ منډونه يي زیاتې منډې ونه شوې کولی د ټاکلي هدف له پوره کولونه پاتې راغلل او ماته يي وخوړه .
د هندوستان د ای پي ایل لوبې روانې دي چې هرکال ترسره کیږي ، د مۍ میاشتې تر ۲۴ پورې به دوام وکړي .
سميع شينواری