د غزني په مقر کې د بمي چاودنو له امله  ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم / د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوځي شوبلو باندي بمي چاودنې ترسره شوې چې له امله یې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، نن سهار یې د عزم عملیاتو په لړ کې د مقر ولسوالۍ په ګداخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه غټه قوه چې  له تیرو دریو ورځو راهیسي بنده پاته ده،درې قوې چاودنې ترسره کړې چې له امله یې دوه شوبلې او یو رینجر موټر له منځه تللي،۷ عسکر پکې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې نژدې شل ورځې پوره کیږي چې یادې ولسوالۍ ته یوه غټه قوه راغلې خو تر دې مهاله یې دپام وړ پرمختګ نه دی کړی.

خبرپاڼه زیاتوي،(( د دښمن دغه قطار چې یو سل او اتیا پورې موټر او ټانکونه په کې ګډون لري، تیره ورځ مجاهدینو ته وړانديز وکړڅخه چې په دوی بریدونه او چاودنې  ونه کړي، دوی غواړي صرف په سیمه کې خپل ټاکل شوی وخت پوره کړي او دمجاهدینو په لور هيڅ ډول حرکت اوپرمختګ نه غواړي.))

ذبیح الله مجاهد وایي، په تیرو شلو ورځو کې په مختلفو ساحو کې د عسکرو ۹ عرادې موټر او ټانګونه په ماینونو له منځه وړل شوي دي ، نوموړی زیاتوي،امنیتي عسکرو ته یاده مرګ ژوبله په داسي حال کې ور واوړي چې تیره ورځ د غزني امنیتی چارواکو ادعا وکړه چې په تصفیوي عملیاتو کې یې ۶۵ تنه طالبان وژلی دي،دمقر،ګیلان او ناوې ولسوالۍ یې په مکمله توګه نیولې دي.د غزني امنیتی چارواکې په داسي حال کې د اادعا کوي چې په یادو سیمو کې مجاهدینو ته هیڅ نوعه زیان نه دي اوښتی او نه یې کومې سیمې له لاسه وتلې دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه تر دې دمه د غزني امنیتي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې امنیتي عسکرو ته د ور اوښتي زیان په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

طالبانو تیره ورځ په ټول افغانستان کې د عزم په نوم پسرلني عملیات پیل کړل،د طالبانو خبری سرچینو تیره ورځ خبر ورکړ چې د عزم عملیاتو دپیل په لومړۍ ورځ یې  ۳۲۷ لوي او واړه بریدونه ترسره کړل.

د ګډ حکومت امنیتي ارګانونود طالبانو له لوري د نویو پیل شویو عملیاتو خبره تاید کړې خو، د یادو عملیاتو پیل یې یوازي د طالبانو یوه تبلیغاتي هڅې بللې ددوي په وینا دا عملیات په عمل کې هیڅ اغیز نشي اچولی.

له بلې خوا د کنړ امنیه قومندان سیدخیل، تیره ورځ رسنیو ته وویل چې طالبانو د یوې ورځې په جریان کې په ۱۲ ولسوالیو کې په حکومتي تاسیساتو او پوستو عملیات ترسره کړل.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button