د ولسي جرګې مشر: ولسمشر غني په دروغو تورن کړ

د ولسي جرګې ګڼ شمیرو غړو نن په عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی او دغه حالت دوی سخت سخت اندېښمن کړي دي.
د يادې جرګې غړي زياتوي، چې باید د امريکا سره امنيتي تړون لغوه شي، ځکه د دوی په وينا له دغه هېواد سره امنيتي تړون د افغانستان په ګټه نه ده تمام شوې.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په نننۍ ناسته کې ولسمشر غني په دروغو تورن کړ او ویې ویل، ولسمشر ویلي وو، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنو پورې وخت به د امنیت په ښه کولو ولګوي، خو د هغه ټولې خبرې له دروغو پرته نور څه نه وو.
د ابراهیمي په خبره، د افغانستان شمال په وزیرستان بدل شوی او که چېرې حکومت ورته پاملرنه ونه کړي؛ د شمال لویې لارې به ډېر ژر د وسله والو مخالفینو له خوا وتړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!