مکه مکرمه: دحاجيانو د ليږد له پاره اورګاډي جوړ شو  

2-crh3-train

( ۰۵ غويي ۹۴ عزم) د سعودي عربستان دولت د حاجيانو د لېږد له پاره د اورګاډي ليکه  فعاله کړه.دخبر له مخې د حرمين ايکسپريس په نامه ددغې پروژې کار بشپړ شوی دی او په راتلونکو څوورځو کې به له مدينې منورې څخه د پاچا عبدالله د اقتصادي ښارګوټي ترمنځ خپل ازمايښتي سفر تر سره کړي.

د سعودي عربستان د اور ګاډي د ادارې مشر محمد السويکت ويلي چې د راتلونکي حج له موسم نه مخکې به د حرمين ايکسپريس چارې بشپړې شي او دحج کوونکو د استفادې وړ به وګرځي.

دغه اور ګاډی به په لومړيو کې د مکې ـ مدينې ترمنځ په يو ساعت کې د ۳۰۰ کېلو متره په سرعت کې چليږي چې وروسته به دغه سرعت په يو ساعت کې ۴۵۰ کېلو مترو ته ورسيږي.نوموړي وويل چې ددوه ماشينونو دغه اورګاډی ۱۳ بسي بګۍ لري چې د۴۱۷ مسافرو د لېږد ظرفيت لري.

ديادونې وړ ده چې دغه اورګاډی به په پنځو سيمو مکه مکرمه،مدينه منوره، پاچاعبدالله اقتصادي ښارګوټی،عبدالعزيز نړيوال هوايي ډګر،جده سټي سنټر کې تم ځايونه لري چې له همدغو تم ځايونو به مسافرخپل سفر ته دوام ورکوي.

 

عبداللطیف نظيف

  

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button