نيپال: زلزلې له ۱۰۰۰ څخه زيات کسان ووژل

350831-NepalEarthquakeAFP-1429953491-728-640x480

 ( ۰۵ غويي ۹۴ عزم) په نيپال او هندوستان کې يوې نسبتاً زورورې زلزلې په سلګونو ودانۍ نړولي او له زرو څخه زيات کسان يې وژلي او په سلګونو نور تر خاورو لاندې دي. په زلزله ځپلو سيمو کې دمړو او ټپيانو د جسدونو پلټنې روانې دي او تر خاورو لاندې جسدونه راويستل کيږي.

دغه زلزله چې دجټکې اندازه يې ۷،۹ ثبت شوې د نيپال د مرکز کټمنډو سربېره يې دچين د تبت سيمې او د هندوستان نوی ډیلی هم ولړزاوه د نوموړې زلزلې مرکزد نيپال پوکارا سيمه وه چې۲کېلو متره له ځمکې لاندې ښودل شوې ده.

10419384_1581248875472027_3944750559587707354_n

د نيپال په زياتره سيمو کې د ودانيو د نړيدو ترڅنګ ځمکه هم سره بيله شوې

د زلزلې له امله د نيپال د تاريخي ودانيوسربيره په لسګونو نورې ودانۍ هم نړيدلي چې له امله يې تر زرو تنو څخه زيات  کسان ووژل شول. د نيپال د بيړنو مرستو ادارې ويلي دي چې يوازې دنيپال په مرکز کټمنډو ښار کې ۷۰۰ تنه وژل شوي دي.

په هندوستان کې هم د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانۍ نړيدلي چې له امله يې يې ۳۷ تنه وژل شوي او له ۵۰ څخه زيات ټپيان شوي دي. ديادونې وړ ده چې له ۱۹۳۴ راپديخوا دا د نيپال تر ټولو لويه زلزله وه.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button