طالبان: په کندز کې مو ۲۱ پوستې نیولي او ۵۵ عسکر ژوندي په لاس راغلي

په کندز کې دولتي عسکروته درنه مرګ ژوبله او مالي زیان اوښتی دی دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري تازه خبرپاڼه نشر شوې چې په کندوز کې یې دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده مجاهد زیاتوي « د دغو بریدونو په لړ کې نن ناوخته د کندز مرکز اړوند دګورتيپې په مربوطاتو کې د دښمن ۲۱ پوستې مکملې فتحه شوې، ۴ ټانکونه، یو رینجر موتر او یوسراچه موټر، له سل میله ډيره سپکه او درنه وسله، په زرهاوو مرمۍ او ګڼ نور مهمات له دښمن څخه په غنیمت ونیول شول.»
پرون ورځ دطالبانو دنویو عملیاتو (عزم) لومړۍ ورځ وه چې په ټول هیواد کې یې څه کم ۳۵۰ بریدونه ترسره کړل
ذبیح الله مجاهد دغه راز په خپله خبر پاڼه کې زیاتوي چې نن ماښام یې د کندز ښار سره لنډ په توبره کش سیمه کې د قومندان (نیازمحمد سرسفيد) په پوسته هم برید ترسره کړی دی او یاده پوسته یې له لږ مقاومت وروسته نیولې ده
مجاهد زیاتوي چې په کندوز کې د«مجاهدینو» پرمختګ دوام لري او ترسهاره به ډيري نوري سیمي له «دښمن» څخه تصفیه کړي
باید ووایو چې نن دولسي جرګې په عمومي غونډه کې په هیواد کې دوروستیو نا امنیو په تړاو دولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهمي دشمالي ولایتونو امنیتي حالت نازک وښود او زیاته یې کړه چې که په بدخشان، کندز، تخار او بادغیس ولایتونو کې نا امني دا ډول دوام وکړي « په اوه یا لس ورځې کې به موږ خدای مه کړه د دې شاهدان یو، چې د هېواد لوی ښارونه یو په بل پسې سقوط وکړي.»
دغه راز دجرګې په ننۍ غونډه کې دکندز دخلګو استازې شکریې پیکان هم دکندوز نا امنیو ته په اشارې زیاته کړه چې دکندز ولایت سقوط دهیواد دشمال سقوط دی
دطالبانو دتازه ادعا په اړه تراوسه ددکندز سیمیزو چارواکو او یاهم دکابل چارواکو څه نه دي ویلي
دکندوز دجګړې دتازه معلوماتو لپاره له عزم ویب پاڼي سره اوسئ
جاوید احمد