خواره خور /اجمل پسرلی

 کلیرا په پراګ کې د پیتزا په دوکان کې کار کوي. د پیتزې پیړه تیاروي، داش پاکوي، مځکه جارو کوي، خلي خاشې په پلاستیکي کڅوړو کې اچوي او بهر یې د ډیران له ځای سره ږدي. کله چې د ماسختن په مخه ما پیتزا اخیستې نو کلیرا مې ستړې ستومانه لیدلې، خو نن چې د ماسپښین خوا ته د پیتزا اخیستو ته ورغلم کلیرا په روزرایس موټر کې د دوکان مخې ته ښکته شوه. ما ورته وویل:

– ملګری دې څرنګه شتمن دی؟!

دې شاته د پیتزا پخوونکي ته لاس ونیو:

– ملګری مې دا دی هغه شتمن مې ورور دی

–  دغه یو ورور لرې؟

دې  خپل ویښته شاته په یوه ربړ وتړل:

– هو په سلواکیا کې فوټبال کوي ډيرې زیاتې پیسې لري

– له تا سره مرسته نه کوي

– هر وخت سوغات راته اخلي په میاشت کې  خو یو ځل خامخا زما لیدو ته پراګ ته راځي

– نو که ډیرې پیسې درکړي ستا به هم ژوند ښه شي بیا به دلته کار نه کوې

– نه، هغه سم فکر لري راته وایي ته باید کار وکړې د خپل خوراک پیسې په خپله پیدا کوه چکر ته دې زه وړم

– نو چکر ته دې بیایي؟

– هو هر کال دوه ځلې د ده په پیسو بهر ته ځم، ټول لګښت زما د ورور په غاړه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button