خوست: طالبانو د استخباراتو یو قومندان ژوندی ونیوه

عزم: ۱۳۹۷/۲/۵- نن طالبانو د الخندق عملیاتو لړ کې سلګونه بریدونه کړي او امنیتي ځواکونو ته یې د سر لوی زیان اړولو ترڅنګ څو قومندانان ژوندی نیولي دي.

د نیول شویو له ډلې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د استخباراتو یو تکړه قومندان«مجاهد» ژوندی د طالبانو لاسونو کې ولوید.

طالبانو ددې نیونې پخلی کړی او زیاتوي چې نیول شوی قومندان یې خوندي سیمې ته رسولی دی.

لدې مخکې، طالبانو د هرات قندهار په لویه لاره دوه عسکر ژوندي ونیول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button