د زابل د کرکټ آمریت وایي چې په یاد ولایت کې یې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ برابرې کړي دي

عزم(سه شنبه، غوایي پینځمه، ۱۴۰۲): د زابل د کرکټ آمريت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د کرکټ آمر محبوب محبت ویلي چې یاد شمېر سیالۍ به د هرات، هلمند، غزني او زابل ولایتونو ترمنځ پیل شي، چې اووه ورځې به دوام وکړي.
محبت زیاته کړه، چې د دغو سیالیو موخه په ولایتي او ملي کچه د زابل ښه تصویر وړاندې کول او د کرکټ لوبغاړو ظرفیت لوړونه ده.
ورته مهال یو شمېر لوبغاړو د دغو سیالیو په جوړولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې دا ډول سیالۍ کولی شي د ځوانانو استعدادونو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
یو شمېر لوبغارو د قلات له کرکټ آمریت څخه مننه کړي او له دولته یې هیله کړې چې د ورته سیالیو په چمتوالي کې له ځوانانو سره مالي او تشویقي همکاري وکړي.
د یو بل خبر له مخې، له تیرینکوټ څخه په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې د اختر ورځو د مثبتې لمانځنې او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ په خاطر یې په یاد ولایت کې د لسګونو ټیمونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترتیب کړي چې د یووالي جام په نامه به د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ترمنځ ترسره شي.