تازه خبر :کندهار ښار کې دپولیسو په مرکز سرتيري بریدونه پيل شوي

دکندهار ښار لسمه حوزه کې دپولیسو په مرکز باندي دطالب وسلوالو له لوري بریدونه پيل شوي دي ویل کیږي چې سرتېرو بريدګرو لومړی په لسمه حوزه کې ددارالمعلمین سره نژدې پوسته باندي برید کړی دی او دپولیسو مرکز ته ننوتلي او دودانۍ په دننه کې برید روان دي طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر باندي لیکلي « همدا اوس دقندهار ښار لسمه حوزه دارالمعلمین ته څیر مه دقوماندان منګني قرارګاه ته داسلامي امارت فدایي مجاهدین ننوتل او جګړه روانه ده»
دجګړې د تازه معلوماتو لپاره له عزم ویب پاڼي سره اوسئ