مولوي عبدالکبیر په ارګ کې د چین له سفیر سره کتلي دي

عزم( پنجشنبه، د غبرګولي څلورمه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د ریاست الوزرا وسمهالي سرپرست مولوي عبدالکبير په کابل کې د چين له سفير وانګ سره کتلي دي.
ارګ د چین د سفیر په حواله ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. وانګ يو هم د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري مهمه وبلله.
د ارګ په وینا، مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو خپلمنځي ناستې وکړې او پر یو شمېر اقتصادي، ترانزیټي او امنتیي موضوعاتو وغږېدل.