د ملګرو ملتونو عمومي منشي: جګړه او ناامني په نړۍ کې د لسګونو میلیونو خلکو د لوږې اصلي لامل دی

عزم( پنجشنبه، د غبرګولي څلورمه، ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې تېر کال جګړې د نړۍ ۱۱۷ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ کړي دي.
ګوترش وایي: د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه په نړۍ کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب یو له هغو لاملونو څخه ده چې پر بې وزلو یې زیات اغېز کړی دی.
د سه شنبې په ورځ ښاغلي ګوتریش د خوراکي توکو د تولید په زیربناوو باندې د جګړې د اغېزو په اړه وویل چې جګړو ډېری کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او یا یې هم پر کرنیز محصولات له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتوالي خبر ورکړ.
د یاد سازمان د خبر له مخې په افغانستان کې شل میلیونه خلک له سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي او شپږ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.