سرویې: تېر کال زمبابوۍ د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد و

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): امریکايي اقتصاد پوه سټیو هینک د بېکارۍ، غربت، د بانکونود پور ورکولو د نرخونو او ناخالصو تولیداتو بدلونونو په پام کې نیولو سره د ۱۵۷ هېوادونو یوه نوې درجه بندي خبره کړې چې له مخې یې تېر میلادي کال کې زمبابوۍ د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد ګڼل شوی.

دغه سرویې چې د انلاین او مخامخ ټولپوښتنو له لارې ترسره شوې زمبابوۍ پکې تر ټولو بدبخت هېواد یاد شوی، چې لامل یې په یاد هېواد کې د بدحالي حیرانونکې سطحه او د ولسمشر ایمرسن منانګاګوا لخوا پلي شوې پالیسۍ دي.

د سټیو هینک په لیست کې له زمبابوۍ وروسته وینزویلا، سوریه، لبنان او سوډان نور هغه هېوادونه دي چې وګړي یې زیات مصیب ځپلي دي.

په دغو هېوادونو کې د غم او بدبختۍ ستر لامل د بیعو لوړوالی او بې روزګاري بلل شوې.

ارجنټاین، یمن، اوکراین، کیوبا، ترکیه، سريلانکا، هایټي، انګولا، ټونګا او ګانا نور هغه هېوادونه بلل شوي چې د وروستیو سیاسي ګډوډيو او کډوالۍ له امله پکې بې کاري زیاته شوې.

په دغه لیست کې سویزرلینډ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شي.

کویت، ایرلنډ، جاپان، ملایشیا، تایوان، نایجر او تایلینډ ۷ نور هغه هېوادونه دي، چې غم پکې کم او کاروبار زیات دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button