ګارډین: برتانوي ځواکونو په ۱۹ هېوادونو کې پټ عملیات کړي

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): بهرنیو رسنیو په تازه راپورونو کې ویلي چې برتانوي امنیتي ارګانونه په ځینو هېوادونو کې په پټه توګه فعالیت کوي چې ان وزیران او ولسمشرۍ ماڼۍ هم ترې خبر نه وي.

دغه راپورونه څرګندوي، چې برتانوی ځواکونو په تېرو ۱۲ کلونو کې د ۱۹ هېوادونو دننه پټ عملیات کړي دي.

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د دغو راپورونو په اړه د لا نور وضاحت په خاطر لیکي: هغه هېوادونه چې پټ عملیات پکې شوي له ډلې یې ۱۱ مسلمان هېوادونه دي، چې ۸ یې عرب او ۳ نور دي.

په عربي هېوادونو کې الجزایر، عراق، لیبیا، عمان، صومالیه، سوډان، سوریه او یمن شامل دي.

د دې ترڅنګ په افغانستان، پاکستان او مالي هېوادونو کې هم هغه مهال پټ عملیات ترسره شوي، چې یادو ځواکونو له امریکایانو او ناټو سره یوځای په افغانستان کې فعال حضور درلود.

ګارډین زیاتوي: ځینې عملیات دومره خفیه ترسره شوي، چې امرونه یې مستقیماً د دفاع وزیر او لومړي وزیر له خوا صادر شوی دي.

خو هغه پوښتنه چې پارلمان او نور وزیران یې په اړه اندېښمن دي، د دغو عملیاتو څارنه او سم ترسراوی دی.

د ګارډين په حواله د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو پر مهال افغانستان کې هم ۵۰ تنه له څېړنو پرته د طالبانو او یادې ډلې سره د اړیکو په خاطر وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button