د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ دې له کرونا څخه زیاتې خطرناکې وبا ته تیاری ونیسي

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د روغتیا نړیوالې ادارې خبر ورکړی چې نړۍ باید د یوې بلې وبا له پاره چې له کرونا څخه به زیاته وژونکې او خطرناکه وي؛ تیاری ونیسي.
د یاد سازمان عمومي رئیس ډاکټر ټيډروس ادهاوم وړمه ورځ په جینوا کې د روغتیا په اړه د غړو هېوادونو ۷۵یمې کلنۍ غونډې ته وویل: «اوس د دې وخت دې چې د راتلونکې وبا د مخنیوي لپاره له خبرو اترو هاخوا عملي اقدامات وکړو.»
نوموړي زیاته کړه: هېوادونه دا له پامه نشي غورځولی چې راتلونکې وبا د دروازې ټکولو لپاره چمتوالی نیسي.
د ده په خبره: د بلې وبا لپاره که اوس تدابیر و نه نیول شي؛ نو کله به نیول کیږي او څنګه به د راتلونکي خطر مخنیوی وشي؟
ډاکټر ټیډروس څرګنده کړه: «د یو بل ډول وبا د رامنځته کېدو خطر شتون لري چې د ناروغۍ او مړینو د زیاتوالي لامل به شي او یو بل ډول جراثیم به هم د تل لپاره پاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د روغتیا نړیوال سازمان ۱۹۴ غړي هېوادونه د هغو قوانینو په اړه خبرې کوي چې د نړیوالې روغتیا لپاره د ګواښ په صورت کې د دوی مسؤلیتونه ټاکي.
ویل کیږي چې غړو هېوادونو په دې اړه یوه مسوده هم جوړه کړې چې د روغتیا سازمان د راتلونکي کال په غونډه کې به د تصویب لپاره وسپارل شي.