د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره د کوالیفایر لوبو مهال وېش اعلان شو

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د یو ورځنیو لوبو د راتلونکي نړیوال جام لپاره د کوالیفایر لوبو مهال وېش اعلان شو.
دغه جام چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې به په هندوستان کې ترسره شي، د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلو له وړاندې ورته کوالیفايي کړې ده.
خو د دوه ځله جام ګټونکي ویسټ انډيز په ګډون د ۱۹۹۶ نړیوال جام فاتحه سري لنکا هم کوالیفايي نه ده کړې.
تازه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې: د کوالیفایر لوبې د جون میاشتې له ۱۸مې نېټې پیل او د جولايي په ۹مه به پای ته ورسیږي.
دغه لوبې په زمبابوۍ هېواد کې ترسره کیږي.
د اي سي سي له لوري په خپاره شوي لېست کې د اې ګروپ لوبډلې ویسټ انډيز، زمبابوی، نیدرلینډ، نیپال او امریکا دي.
خو په بي ګروپ کې بیا سري لنکا، ایرلینډ، سکاټ لینډ، عمان او متحده عربي امارات شامل دی.
باید وویل شي چې له کوالیفایر سیالیو به د نړیوال جام لپاره یوازې دوه لوبډلې ټاکل کیږي.
راتلونکی نړیوال جام به هم د تېر ځل په څير د ۱۰ مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.