چین کې یو تن د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته میلیونونه ډالر غلا کړې

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): وروسته له هغې چې د مصنوعي ځيرکتیا په اړه بحثونه ګرم شول او خلک یې د کارولو او نه کارولو ترمنځ دوه زړي شول؛ تازه نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې چین هېواد کې یو تن د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته میلیونونه ډالر غلا کړې ده.

خبر زیاتوي چې غله تن د مصنوعي ځيرکتیا په کارولو سره له ځان څخه د یو شتمن وګړي باوري ملګری جوړ کړی و، بیا یې هغه ته زنګ وهلی او پيسې ترې غوښتې دي.

اې ایف پي خبري اژانس ویلي: د پېښې قرباني وګړی ګوو نومیږي چې د جنوبي ښار فزهو یو مشهور شتمن دی، چې میاشت وړاندې لوټ شوی دی.

یاد اژانس د ګوو له قوله ویلي چې زنګ وهونکي کس د هغه د ملګري په څير اواز او څېره درلودل چې د ټکنالوژۍ په مرسته یې جوړ کړي وو.

دی زیاتوي: زنګ وهونکي کس راڅخه ۴.۵ میلیارده چینايي روپۍ وغوښتې او ویې ویل چې زما یو کار بند دی، ژر به دې بېرته پيسې اداء کړم. بیا هغه له ما څخه د بانک اکاونټ شماره وغوښتله او د پيسو اداء کولو جعلي سند یې هم را وښوده.

باید وویل شي چې د مصنوعي ځيرکتیا پیل په امریکا کې د اوپن کمپنۍ له لوري په تېرې نومبر میاشتې کې د چیټ جي بي ټي له جوړولو سره وشو او اوس د چین په ګډون ګڼو هېوادونو کې د مصنوعي ځيرکتیا د رامنځته کولو هلې ځلې روانې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button