د ماشومانو د زده کړو لپاره باید څه ډول چاپیریال رامنځته کول شي؟

هغه هیوادونه چې وسله والې شخړې او اوږد مهاله جګړې ولري، له غربت سره لاس او ګریوان وي.

د غیر محفوظ چاپیریال درلودل ممکن د ماشوم په شخصیت او رواني روغتیا باندې اوږد مهاله او ناوړه اغیزه لري.

مونږ باید د زده کوونکو اړتیاوې له نږدې وڅارو د زده کوونکو په ژوره پوهه تر لاسه کولو تمرکز وکړو.

شاید تاسې د ټولنې په احساس او مستند ارزونې په اړتیا وپوهیږئ.

د دوستانه زده کړې چاپیریال د ټولګي په شرایطو پورې تړاو لري.

د دوستانه زده کړې چاپیریال دوه ډولونه لري.

چې په انګلیسي کې ورته

Face to face learning

Onlne Classroom

۱: مخ پر مخ یا (مخامخ زده) کړه نومیږي چې دا زده کړې هغه دوستانه چاپیریال دی چې ښوونکی ظاهرآ په ټولګي کې شتون لري،بحثونه او فعالیتونه د ښوونکي د لارښوونې لاندې تر سره کیږي.

لاندې ځانګړتیاوې لرې:

۱: دغه دوستانه ماحول په رښتیني او په متقابل ډول پيښيږي.زده کوونکي ته اجازه ورکوي چې پوښتنې وکړي او سمدلاسه غبرګون تر لاسه کړي.

۲: ښوونکی د ټولګي مشر وي زده کوونکو ته د تدریس له لارې لارښوونه کوي، دا کار ډیر ګټور دی پدې سره زده کوونکي هم یو د بل څخه د لارښوونو موقع تر لاسه کوي.

۳: زده کوونکو او ښوونکو تر منځ د دوستانه اړیکو ښکارندوي کوي،تر څنګ ښوونکی د زده د دوستانه او ښه چاپیریال د رامنځته کولو لپاره هغوئ په فعالیتونو ګماري او بوختوي یې.

انلاین زده کړې.online classroom

هغه زده کړې دي چې د انترنیټ له لارې وړاندې کیږي،پدې زده کړو کې ښوونکی کولای شي د وخت له مخه درسونه او کورنۍ دندې چمتو کړي.

او زده کوونکي یې په خپلواک ډول بشپړې کړي.

ځنې مهم کلمات یې په لاندې ډول دي.

۱: زده کړې په غیر متمرکز ډول پیښيږي، پدې زده کړه کې زده کوونکي کولای شي چې انلاین صنف ته ننوځي،پرته له دې چې نور ښوونکي یا زده کوونکي وننوځي.

۲: ښوونکی د ټاکل شوی نیټې پر اساس کار کوي ـ زده کوونکو ته د خپلواکۍ اجازه ورکوي،د زده کوونکو د مسولیت اخستلو حس تقویه کوي.تر څو زده کوونکي د کار بشپړیدا درک کړي.

۳: زده کوونکي د بریښنالیک یا تلیفون له لارې د ښوونکي مرستې ته اړتیا لري،ښوونکی د زده کوونکو اندیښنو او پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره لاسرسی لري.

لیکنه: عبدالله اعتبار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button