ټولنیز نزاکت څه ته وایي؟

ټولنیز نزاکت هغه کارونه چې په ټولنې پورې اړوند/ مربوط وي، هر شخص مکلف دی؛ چې په ټولنیزو نزاکتونو ځان پوه کړي او بیا یې عملي کړي؛ چې له دې سره به مو د ټولنې یو څه اندازه حق اداء کړي وي.
ځینې به یې دلته ولولو.
۱- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د کوڅې په منځ کې تګ نه کول.
۲- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په موټر کې په لوړ غږ خبرې نه کول.
۳- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره کې د بې ځایه موبایل نه استعمالول.
۴- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل خور، مور او لور ته نه کتل.
۵- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل له اجازې پرته د هغه په موبایل/کمپیوټر کې لاس نه وهل.
۶- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د لارې په منځ کې د کېلې پوستکی نه غورځول.
۷- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په مجلس کې بې ځایه خبرې نه کول.
۸- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره په لوړ/جیګ غږ خبرې نه کول.
۹- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په روغتون او ورته نورو ځایونو کې په جیګ/لوړ اواز خبرې نه کول.
۱۰- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې هرې ادارې ته وخته تلل او نا وخته بېرته وتل.
۱۱- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عامه ځایونو کې په لوړ/جیګ غږ موسیقي نه اورېدل.
۱۲- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې کېښنئ واز/خلاص مه کېنئ.
۱۳- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې سیګرټ، نسوار مه کوئ.
۱۴- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل د خبرو جریان نه قطع کول.
لیکنه: احمد طارق خلیلي