ایران: د نویو اټومي فعالیتونو لپاره نړیوالو څارونکو سره همکارۍ ته تیار یو

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د ایران د اټومي انرژۍ اداره وايي چې د نویو اټومي فعالیتونو لپاره نړیوالو څارونکو سره همکارۍ ته تیار یو.
د یادې ادارې مشر محمد اسلامي پرون رسنیو ته وویل، چې موږ د نړیوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره په همغږي کار کوو او د ایران حکومت په دې اړه له ټولو نړیوالو څارونکو سره خبرو ته راضي دی.
نوموړې دغه څرګندونې وروسته له هغو کوي چې د روانې اونۍ په پیل کې اسوشیټيډ پریس اژانس د ایران د اټومي انرژۍ اړوند هیښوونکی راپور نشر کړ.
په یاد راپور کې ادعا وشوه چې ایران له نتنز اټومي بټۍ سره نیږدې تر ځمکې لاندې نوي تونلونه جوړوي.
راپور زیاتوله چې دغو ځایونو کې به نوي اتومي فعالیتونه پيل شي.
د اسوشیټيټډ اژانس همداراز وویل چې کیندل کېدونکي تونلونه ښایي له ځمکې ۱۰۰ یا ۸۰ متره لاندې وي، چې د امریکا جوړې شوې وسلې به هم پرې کار ونکړي.
خو د اسرایلو د ملي امنیت سلاکار وايي: د ایران د اټومي فعالیتونو نوی ځای به هم له حملو خوندي نه وي.
باید وویل شي چې د ایران نتنز اتومي بټۍ له پلازمینې تهران څخه ۲۲۵ کیلومتره لرې ده.
تازه امریکايي مقاماتو هم ادعا کړې چې دوی د سټلایټ په مرسته د یادې سیمې عکسونه اخیستي.
عکسونه ښيي چې په نتنز کې د تیږو او خاورو امبارونه لیدل کیږي.
دغه امبارونه ښايي د همدغو تونلونو وي.
ایران تر اوسه په دې اړه لا زیات وضاحت نه دی ورکړی.