فارن پالیسي: اوس یې وخت دی چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د انګلیسي ژبې فارن پالیسي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه یو نوی مطلب خپور کړی.
یاد مطلب په دې عنوان چې: (اوس یې وخت دی چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي) پيل شوی.
مطلب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پخواني سفیر جاوید احمد او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پخواني چارواکي ډګلاس لنډن په ګډه لیکلی.
دوی ټینګار کړی چې امریکا باید له دیپلوماتیک پلوه په افغانستان کې د طالبانو حکومت (اسلامي امارت) په رسمیت وپېژني؛ ځکه په کابل کې د امریکا د دیپلوماتیک حضور نشتوالي واشنګټن د بې وسۍ له حالت سره مخ کړی دی.
د مطلب لیکوالان وايي: «که دا کار وشي، د ډېرو لپاره به یو خیانت وګڼل شي، خو بدیل څه دی؟»
فارن پالیسي په داسې حال کې د افغانستان د مشروعیت غوښتنې اړوند مطلب نشروي، چې د اسلامي امارت مشرانو هر ځل د خپلو شرطونو پوره کولو خبره کړې او نړیوالو باندې یې غږ کړی چې خپلو ژمنو باندې وفا وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button