له ګول وهلو سره سجده؛ رونالډو خپل مینه وال حیران کړل

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د پرتګال هېواد نامتو فوټبالر کرسټیانو رونالډو د سعودي په پرولیګ کې تر ګولو وروسته سجده وکړه چې دې حالت یې ټول مینه وال حیران کړل.
د ټولنیزو رسنیو په زیات استعمالیدونکي پلیټ فارم (ټوېټر) کې د هغه نشر شوې ويډیو ډيره لاس په لاس کیږي.
د ویډیو دننه لیدل کیږي چې رونالډو د الشباب لوبډلې پر خلاف ګول کوي او بیا د خپلې لوبډلې د نورو لوبغاړو تر مخه سجده کوي.
په دې وخت کې ټول لوبغالی د مینه وال له لاس پړکولو څخه ډکیږي او خلک د خوښ اظهار کوی.
باید وویل شي چې رونالډو له ګول کولو وروسته په خپل ځانګړي انداز (سیو) کې جشن کوي.
هېره دې نه وي چې پرون په الاول پارک کې ترسره کېدونکې لوبه کې الشباب لوبډلې ۳ــ۲ ماتې وخوړه.
په دغه لوبه کې رونالډو په ۵۹مه دقیقه ګول وواهه.
نوموړی د سعودی په پرولیګ سیالیو کې له النصر لوبډلې سره لوبیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button