د یونیسیف او یونیسیار استازي: له افغانانو سره ګډ کار کولو ته ژمن یو

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یونیسیار) او ماشومانو سره د مرستې نړیوال صندوق (یونیسیف) استازي وايي چې افغانستان سره هر اړخیزې مرستې ته تیار دي.
د دواړو نړیوالو ادارو استازیو تېره ورځ د بلخ له سرپرست والي او د کلیو او بیا رغونې وزارت له سرپرست سره ولیدل.
د بلخ ولایت له رسنیز دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د یاد ولایت سرپرست والي حاجي محمدیوسف وفا په شمال لوېدیځه حوزه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له مشرې لاچین منسوا سره وکتل.
په کتنه کې لاچین منسوا وویل، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې له ګډوالو سره د نغدي پیسو، د کورونو په جوړولو، روغتیايي مرکزونو او تعلیمي بنسټونو په جوړولو کې په کار بوختې دي.
منسوا ټینګار وکړ چې اداره یې له افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنه ده.
بل لور ته د بلخ سرپرست والي له لاچین منسوا وغوښتل چې خپلې بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي بلکې؛ په آزادانه ډول د دې ولس لپاره خدمتونو ډېر او پراخ کړي.
بل لور ته په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رئیس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره وکتل:
په کتنه کې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل، چې: یونیسف اداره غواړي د کلیو او پراختیا وزارت په همکارۍ خپلې مرستې د افغانستان تر هر کلي او سیمې پورې ورسوي.
دوی د خپلو همکاریو او مرستو په دوام ټینګار وکړ او له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button