د شمال زون په ۵ ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالیږي

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د شمال زون په ۵ ولایتونو کې د مخابراتي شبکو لسګونه نوي انتنونه فعالیږي.
د بلخ ولایت مقام له رسنیز دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: دغه اقدام د یاد ولایت د سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا په لارښوونه ترسره کیږي.
سمنګان، جوزجان، بلخ، سرپل او فاریاب هغه ولایتونو دي چې مخابراتي شبکو ۴۴ نوي آنتنونه به پکې فعال شي.
بل لور ته د شمال زون د اترا ادارې رئیس حافظ محمد ثابت وايي: ډير ژر به د شمال زون په پنځو ولایتونو کې هغه سیمې په نښه شي، چې تېرو ۲۰ کلونو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه ورته نه دي رسېدلي.
نوموړي وویل: تر دې دمه ۳ انتنونه فعال شوي او پاتې ۴۱ نور به هم په یوه یا دوو میاشتو کې ولګیږي.
نوموړي وویل: د دغو سیمو سرویې هم شوې او ډير ژر به عملي چارې هم بشپړې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button