زابل کې د یونیسف په مرسته ۵۰ زره زده کوونکو باندې قرطاسیه وېشل شوې

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): په زابل ولایت کې د یونیسف نړیوالې ادارې په مرسته لسګونو زرو زده کوونکو باندې قرطاسیه وېشل شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر رسنیو ته وویل: د یونيسف په مرسته د مرکز کلات په ګډون د ټولو ولسوالیو له ۵۰ زره زده کونکو سره د قرطاسیو مرسته شوې.
نوموړي وویل: دغه مرسته پر هغو زده کوونکو وېشل شوې چې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي.
ده زیاته کړه: له دې مرستې سره د زده کوونکو یوه برخه ستونزې حل شوې، خو لا نورو مرستو ته هم اړتیا لیدل کیږي.
باید وویل شي چې د زابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې زده کوونکي د کتابونو او قرطاسیې له شدید کمښت سره مخ دي.
د زابل ولایت زده کوونکو هر وخت له حکومت او مرستندویه ادارو هیله ښودلې چې غږ یې واوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button