افغانۍ سره میاشت: ۱۰ میاشتو کې ۱۱۱۷ د زړه ناروغان روغتونونو ته ور پېژندل شوي

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسؤلین وایي چې تېرو ۱۰ میاشتو کې یې سلګونه هغه ماشومان بېلابېلو داخلي روغتونونو ته ورپېژندلي چې د زړه په ناروغیو اخته دي.
د یادې ادارې له رسنیز ادرسه په خپرې شوې ویډیو کې ښودل کیږي، چې پرون هم په پلازمینې کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان د عملیاتو او درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ور وپېژندل شول.
له ناروغ سره یو تن راغلي پایواز امین الله رسنیو ته وویل: «د کندز د مرکز چرخاب سیمې اوسېدونکی یم: زما لور (مجاهده) د زړه تکلیف لري، سرې میاشتې زنګ را وواهه، چې موږ یې درملنه کوو، موږ هم راغلو او دا دی نن یې شفاخانې ته ور معرفي کړو.»
بل لور ته د افغاني سرې میاشتې مسؤلین وایي: له نیږدې ۱۰ میاشتو راهیسې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۱۱۷ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي.
دوی وايي، چې: د یادو ماشومانو د عملیاتو او درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button