د چین سفیر: افغانستان کې ارزان بيه کورورنه پروژه افتتاح کوو

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د چین سفیر وايي چې افغانستان کې ګڼې اقتصادي پروژې پیلوي، چې ستره پروژه یې د ارزان بیه کورونو افتتاح کول دي.
وانګ یو چې تېره ورځ یې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي سره وکتل؛ ویې ویل: چین له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او هیله لري چې دغه اړيکې لا نورې هم پياوړي شي.
نوموړي وویل: ډير ژر به د مس عينک کان ابتدايي چارې چټکې شي او له افغانستان څخه به چين ته د صادراتو خصوصا انارو کچه زیاته شي.
وانګ یو زیاته کړه چې: پلازمینې کابل کې د جمهوريت روغتون د بيا رغونې تر څنګ به په افغانستان کې ارزان بيه کورورنه پروژه هم افتتاح شي.
بل لور ته د بهرنیو چارو وزیر د چین له دغو ګامونو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله.
نوموړي د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همغږۍ په زیاتېدو ټینګار وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button