د افغان لاجورد نندارتون پرانیستل شو

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): په هرات ولایت کې د افغان لاجورد په نوم د سوداګریزو توکو نندارتون پرانیستل شو.
د یاد نندارتون پرانیسته د انرژۍ او اوبو وزارت د سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د هرات والي، د دولتي ادارو د رئیسانو او خصوصي سکټور په شتون کې وشوه.
د هرات والي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل: دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې صنعتکاران او سوداګر به پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د هرات د کانونو او صنایعو خونې رئیس حميدالله خادم وایي: نوي پرانیستل شوي نندارتون ته له کندهار، فراه، غور، بادغیس او هرات ولایتونو څخه ۳۰۰ غرفې راوړل شوې چې ۱۰۰ غرفې د ښځو او ۲۰۰ د نارینه ؤ لپاره دي.
نوموړي څرګنده کړه: «دغه نندارتون د ۵ ورځو لپاره دی چې هره ورځ به د سهار په ۸ بجو پرانیستل کیږي او د شپې تر ۱۰ بجو به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.»
باید وویل شي چې په افغان لاجورد نندارتون کې لسګونه ډوله کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوي دي.
هېره دې نه وي چې سږ کال د کابل په ګډون څو ولایتونو کې دغه ډول نندارتونونه جوړ شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button