په کندز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو محصل درې ډولې وسلې جوړې کړې

عزم (پنجشنبه، ۴/۳/۱۴۰۲): د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو لوی آمریت خبر ورکوي چې یاد ولایت کې یو محصل درې ډوله وسلې جوړې کړې دي.
ضیاء الحق چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو محصل دی؛ د يوې مياشتې په موده کې یې په خپل شخصي لګښت او کمو امکاناتو دغه وسلې جوړې کړې دي.
نوموړي له ځایي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې: په جوړو کړو وسلو کې یې دوه ډوله M4 او یوه روسي ډوله کلاشینکوف شامل دي.
نوموړي ویلي: که د حکومت له لوري امکانات په لاس کې ورکړل شي، تر دې ښې وسلې جوړولی شي.
بل لور ته د کندز د تخنیکي او مسلکي زدکړو آمر مولوي محمد فاضل الفت د یاد محصل نوښت ستایلی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
هغه زیاته کړې، چې: ډير ژر به په کندوز ولایت کې د تخنیکي زده کړو محصلین موټر هم جوړ کړي، چې ټول ښاریان به یې شاهدان وي.
باید وویل شي چې سږ کال په لومړي ځل سره یو تن افغان سپورتي موټر جوړ کړ چې په داخلي او بهرنیو رسنیو کې ډير وستایل شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button