د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست: په نظام کې مو د هر قشر وګړو ته ځای ورکړی دی

عزم( پنجشنبه، د غبرګولي څلورمه، ۱۴۰۲): د امرالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د ارګ په نننۍ غونډه کې په ډاګه کړې چې په اسلامي امارت کې د هر قشر وګړو ته ځای شته او له هېچا سره تبعیضي چلن نه کیږي.
یاده ناسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او اوسني سرپرست مولوي عبدالکبیر راغوښتې وه چې پکې د کابینې یو شمېر وزیرانو، مخورو، سپین ږیرو او ګڼو علمي او فرهنګي څېرو ګډون کړی وو.
غونډې ته ښاغلي حنفي وړاندې وویل چې اسلامي امارت په هېڅ ډول له خپل ولس سره خیانت نه کوي. دی وایي: هغه نظامونه نه پاییږي چې د خپل رعیت خیال پکې ونه ساتل شي او ستونزو ته غوږ کېنښودل شي. د وخت حاکم باید له خپل رعیت سره په اړیکه کې وي او د ولس شرعي غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي.
شیخ حنفي وویل چې په امربالمعروف وزارات کې د بېلابېلو قومونو خلک شته. تر دې چې د اهل تشیع وروڼو په سیمو کې مو د دوی خلک ګومارلي دي.
د ښاغلي حنفي په وینا چې موږ ته تر هر څه د ولس عزت او شخصي حریم مهم دی. د سمع او شکایاتو دروازه د ټولو پرمخ خلاصه ده او هرڅوک چې له کوم ارګان او چا سره ستونزه لري، له دوی سره دې شریکه کړي.