د ریاست الوزرا کفیل: افغانستان وسمهال د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا د وصل په نقطه بدل شوی

عزم( پنجشنبه، د غبرګولي څلورمه، ۱۴۰۲): د ریاست الوزا سیاسي مرستیال او وسمهالي سرپرست مولوي عبدالکبیر په هغه غونډه کې چې نوموړي په ارګ کې رابللې وه، وویل چې افغانستان وسمهال د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا د وصل په نقطه بدل شوی دی. ده وړاندې وویل: په اسلامي امارت کې تصب ته ځای نشته، ټول مېشت قومونه وروڼه دي او په نظام کې مو د هر قوم او ځای خلکو ته برخه ورکړې ده.
په هغه غونډه کې چې د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پکې د کابینې یو شمېر غړو، مخورو، د بېلابېلو ادارو کارکوونکو، فرهنګي او علمي سټو ګډون کړی وو. غونډې ته مولوي عبدالکبیر وړاندې ویلي چې په افغانستان کې تبغیض او تعصب ته ځای نشته او ټول قومونه د یو ډول حقوقو څخه برخمن دي.
د نوموړي په وینا چې اوس یې له نړۍ سره اړیکې په پراخېدو او ښه کېدو دي او نړۍ افغانستان ته په مثبت نظر ګوري.
د ښاغلي عبدالکبیر په وینا چې اسلامي امارت یو ټولګډونه نظام دی او په حکومت کې د هر قوم او ځای خلکو ته مو ځای ورکړی دی.
د شل کلن جهاد لویې موخې مو ترلاسه کړي. د اشغال پای ته رسول او د اسلامي نظام حاکمول مو دوې سترې موخې وې. له دې وروسته به مو لویه موخه د هیواد ابادول او د هیواد پرمختګ وي چې ان شالله په یادو برخوکې هم لاسته راوړنې لرو. وسمهالي داخلي، اقتصادي بودیجې مو له خپلو عوایدو څخه چمتو کړي او یوه افغانۍهم چا نه ده راکړې. افغانۍ مو باثباته ده او قوش تپې کانال ته مو فوق العاده بودیجه ځانکړې کړې ده.
مولوي عبدالکبیر د غونډو ګډونوالو څخه مننه کړې، د دوی یې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په ګانده کې به هم د ورته غونډو تیاری کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button