د روژې اتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) . ستاسو د ځوابونو په طمع ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ د رسول الله (ص) د بعثت پر مهال په مکه کی کوم ډول خط رایج و ؟

۲ ـ په مدینه منوره کی د وحی کتابت په کوم خط کېدئ ؟

۳ ـ د وحی د لیکلو سعادت تر ټولو اول د چا په نصیب سو ؟

۵ ـ تر هر چا اول بسم الله چا ولیکله ؟

۶ ـ د روژې په حالت کی د خولې یا پزی نسوار کول ، سګرېټ یا چلم څکول څه پیښوي ؟

الف : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛

ب : قضایی او کفاره دواړه لازمیږی ؛

ج : قضایی او کفاره نلری بلکی هماغه روژه باید پسی ونیسی ؛

د : ټوله صحیح دي .

۷ ـ د روژې په حال کی د پزی وینی ستونی ته تلل ، هغه تیرول او بیا نس ته رسېدل څنګه دی ؟

الف : روژه نه ماتوي ؛

ب : روژه ماتوی او باید قضایی او کفاره دواړه ادا کړی ؛

ج : روژه ماتوی او باید یوازی کفاره ادا کړی ؛

د : روژه ماتوی او یوازی قضایی لازمه ده .

۸ ـ هغه تاجر او سوداګر چی په صداقت او ایمان دارۍ سره کاروبار کوی ، د قیامت په ورځ به د چا سره وی ؟

الف : د خپلو تاجرانو سره ؛

ب : د پاکو شتمنو سره ؛

ج : د نبیانو ، صدیقینو او شهیدانو سره ؛

د : د والدینو ، وروڼو خویندو ، میرمنی او اولادونو سره به یو ځای وی .

۹ ـ تر لومړنۍ وحی وروسته څومره موده وحی رانغله ؟

الف : یو څو ورځی ؛

ب : دوه کاله ؛

ج : دوه نیم کاله ؛

د : درې کاله .

۱۰ ـ رسول الله (ص) په مدینه کی څو کاله و اوسېدئ ؟

الف : ۱۰ کاله ؛

ب : ۱۱ کاله ؛

ج : ۱۲ کاله ؛

د : ۱۳ کاله .

او دا هم د نن زرین اصل : د یو هوښیار څخه پوښتنه وسوه چی د سهار مهال هوا ولی دومره پاکه او صافه وي ؟ هغه ورته وویل : ځکه چی دا وخت د منافقانو د تنفس څخه خالي وي . یعنی دا چی هغوی بیده او ټمبه وی !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button