په پارلمان د برید تر شا لاسونه

کله کله په مهمو سياسي څیرو ، حکومتي چارواکو ، تأسيساتو ، مذهبي او قومي او نورو  ټولنيزو شخصيتونو باندې مرموز مرګوني بريدونه ترسره کیږي .

د دې ډول زیاتره مرموزونو بریدونو پړه څوک په غاړه نه اخلي خو حکومت يې زیاتره وخت پړه په طالبانو او د سيمې په استخباراتو ورغورځوي ، خو حکومت کله هم د خپلې ادّعا د ثبوت لپاره کوم قاطع شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي او نه يي د دغو بريدونو په اړه د تحقيقاتو ټول جزئيات له خپل ولس سره شریک کړي .د ګډ حکومت په اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ،  دفاع وزارت ته په نوماند معصوم ستانکزي ، شکریه بارکزئ ، او په ځينونورو مهمو څيرو لکه ډاکټر داود داود ، قومندان مطلبیک او نورو باندې ترسره شوي بریدونه د دې حقيقت ښه مثالونه دي .

د شنونکو له آنده د دغو بريدونو په اړه د تحقیقاتو جزئيات ځکه له افغان ولس سره نه شریک کيږي چې په زیاترو کې يې بهرنیان ، په حکومت کې دننه او له حکومت څخه بهر ځينې کړۍ لاس لري او د جزئياتو افشا يې شايد دا منتي ناکراريو، خپل منځي اختلافاتو او شخړو سبب وګرځي ، او د ځينو له افشايې حکومتي چارواکي هم عاجز وي ځکه د داسې مرموزو بريدونو عاملين ډیر زورور او قوي وي .

په کابل کې په ولسې جرګه باندې د تیرې دوشنبې  ورځې بريد یو نیمه مرموز بريد وو . نیمه مرموز به ځکه ورته ووایو چې ظاهراً يې طالبانو پړه په غاړه اخستې خو د هيواد نني امنيتي او سياسي ګډوډ وضعيت ته په کتو چې د ګډ حکومت په راتلونکې، خپله د حکومتي چارواکو او پلويانو اعتماد يې هم ختم شوی او په حکومت کې خپل منځي رقابتونه هم له سرې کرښې اوښتي  دي.

 دامهمه نه ده چې بريد چا تر سره کړ  مهمه داده چې په داسې یو خوندي او مهم هدف په دومره لويه کچه بريد ته چا زمینه مساعده کړه او چا له بريد ګرو سره مرسته وکړه؟.

ديوې باوري سرچینې دمعلوماتو له مخې دې  بريد ته  زمينه  د شورای نظار ځانګړو استخباراتو د بلخ د سرپرست والي استاد عطامحمد نور په مالي مرسته او لارښوونه برابره کړې وه ، ځکه استاد عطامحمد نور دفاع وزارت ته د معصوم ستانکزي له نوماندۍ سره سخت مخالف وو ، عطا تور لګوي چې د جمعيت اسلامي د رهبر استاد برهان الدين رباني په قتل کې د معصوم ستانکزي لاس وو .

ویل کیږي چې څه موده له مخه استاد سیاف ، تورن اسمعاعيل خان ، استاد عطا او د شمالي ټلوالې ځینو پخوانيو غړو په بلخ کې غونډه لرله ، دغه غونډه په پنجشېر کې د هغې غونډې په تعقيب جوړه شوې وه چې د استاد سیاف په  شمول يې د شمالي ټلوالې له پخوانيو مشرانو ، په ګډ حکومت کې پخوانيو تنظیمونو ته د برخې نه ورکولو په ضد د يوه قاطع اقدام غوښتنه کړې وه .

ویل کیږي د بلخ په غونډه کې فیصله شوې وه چې په شمال کې د شمالي ټلوالې پلویانو ته هغه وسله توضيع شي کومه چې په پټه د روسانو له لوري تازه په تازه استاد عطا ته ورکول شوې او ورکول کیږي .

له دغې غونډې وروسته استاد عطا مستقیماً حنیف اتمر او د اشرف غني د امنيتي ټیم  ځينو نورو غړو ته  خبرداری ورکړی وو او دوی يې په  شمال کې  د طالبانو په پرمختګونو کې دخیل ګڼلي وو او ويلي دي چې داهرڅه د ده (استادعطا) د رول دتضعيف په موخه په شمال کې  ترسره کيږي . او دفاع وزارت ته د معصوم ستانکزي د نوماندۍ په اړه يې هم اخطار ورکړی وو .

د سرچينې له قوله استاد عطا له څه مودې راپه ديخوا دوبۍ ته سفرونه لرل او په دوبۍ کې يې له طالبانو سره د خپل يوه نږدې ملګري په توسط (چې زیاتره وخت په بهرنيو سفرونو کې ورسره ملګری وي) اړيکه ټنګه کړې وه  او وروسته بیا د شورای نظار د ځانګړو استخباراتو يوه نماينده د مرکزي زون د يوه ولايت په يوه سيمه کې د طالبانو له یوه قومندان سره کتلي او د اشرف غني دامنيتي ټيم په مهمو پلويانو يې بريدونو ته د زمينې په برابرولو کې هوکړه ورسره ترسره کړې .

سرچينه زیاتوي په پارلمان باندې بريد هم د همدې هوکړې له مخې وو .

د استخباراتي او سياسي چارو د کارپوهانو له آنده د دغه بريد د موقعيت او زماني مقطع نه هم داسې ښکاري چې په بريد کې په نظام کې د ننه کړيو لاس وو ځکه بريد دقيقاً هغه مهال ترسره شو چې معصوم ستانکزی د ولسي جرګې تالار ته داخل شو .

او داچې ولې ولسې جرګه د بريد لپاره انتخاب شوه (ځکه په ستانکزي خو په بل ځای کې هم برید ترسره کیدای شوای) ؟

ددې پوښتنې ځواب کارپوهان داسې ورکوي چې ښايي له دې نه به موخه د بريد سياسي او تبليغاتي اهميت او د زور ښودنه او نمایش وو ، خو ځينې کارپوهان دا وجه هم بيانوي چې معصوم ستانکزي له هغه مرګوني برید وروسته چې په ده باندې په (1393دغبرګولی31)نیټه ترسره شو  په  خپله ګرځیدا راګرځیدا کې ډیر احتياط کوي ، او زیاتره وخت په کابل کې د خپلو خپلوانو او دوستانو په کورونو کې اوسیږي او خپله کورنۍ يې هم د څه مودې لپاره کوم بهرني هيواد ته لیږلې وه .

ویل کيږي معصوم ستانکزي په مسلسل ډول د خپل امنیت په اړه ګواښونه تر لاسه کول نو ځکه يې اوسیدا پټه او ګرځيداهم محدوده وه . نو شايد ځکه به پارلمان په ده باندې د بريد لپاره انتخاب شوی وي ، ځکه پارلمان ته دده راتګ په نظام کې دننه کړيو نه پټ نه وو.

له بلې خوا اګرکه طالبانو د بريد پړه په غاړه واخسته خو دنورو بريدونو په څیر يې  داوس لپاره نه د برید وروستي جزئیات نشرکړل او نه د سرتيرو بريدګرو ژوندۍ کومه ويډيو او نه کوم تصويرونه .

د کارپوهانو له نظره طالبانو به شاید داکار د دې لپاره کړي وي چې همکاران يې افشا نه شي .

د يادولو وړ ده چې له ډیرې مودې راپدیخوا په ګډ حکومت کې د رقیبو غاړو ترمنځ سخت اختلافات روان دي، د دغو اختلافاتو اصلي لوبغاړي د اشرف غني په لوري کې د حنيف اتمر په مشرۍ پخواني خلقیان او د ډاکټر عبدالله په لوري کې استاد عطا او د شورای نظار ځانګړی استخباراتي ټیم ده . او ویل کيږي چې له ډیرې مودې راپديخوا د يو بل په ضد خطرناک پلانونه لري او په يو او بل باندې بريدونو ته د زمینې د برابرولو هڅه کوي .

د بلخ په څارنوالي باندې په بريدکې هم استاد عطا په کابل کې ځینې  حکومتي چارواکي په جوته دخيل ګڼلي وو .

دشنونکو له آنده د پارلمان وروستی برید به د دواړو غاړو ترمنځ واټن نور هم زیات کړي ، خو ډیر  ګواښ به د اشرف غني پلویانو ته متوجه وي ځکه دوی تر خپل منځ یو کمزوری سياسي تړون لري او له حنیف اتمر پرته یو هم دې ته حاضر نه ده  چې په جرأت سره د خپل رقیب لوري په وړاندې ودریږي خو متقابلاً  رقیب لوری يې ترمنځ پياوړی تنظیمي ، لساني او سمتي تړاو لري او په ګډ حکومت کې يې محروميت سخته عقده راپارولې او هر يو يې دجدي غبرګون په لټه کې ده .

نوټ : په ډیرې بښنې سره په پورتنۍ لیکنه کې د ځينو کسانو او ځايونو نومونه د سرچينې د ټنګار له امله پټ ساتل شوي دي .

لیکوال  نور رښتیا پال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button